سری لښکری په افغانستان کی
دکتاب نوم سری لښکری په افغانستان کی صفحه 192 لور کوه دنوی دندی ترمنلو وروسته می غوښتل ،یوځل بیا ټولی قطعی معاینه کړم خو پدی کار بریالی نه شوم زموژ فرقه دغه وخت دلور کوه په نامه دفراه په یوه غرنی سیمه کی په جګړو اخته وه دعملیاتو قومانده دجنرال ی .و شاتالین په غاړه وه خو شینډنډ ته زما له راتګه یو دوی اونی مخکی یی دغه ځای خوشی کړی او دجګړه دبیزو عملیاتو لارښونه یی خپل لومړی مرستیال ته په غاړه وراچولی وه . په لور کوه کی زموژ فرقه له څلورو اوولیو زیاته تم شوه اودا زموژ لپاره دډیره موددود . دسر زیانونه هم منځ ته راغلل.دنوی دندی دپیل په دریمه ورځ دفراه شاوخوا سیموته والوتم په کار وه چی هرڅه ځای پرځای وڅیړل شی او دعملیاتو راتلونکی وټاکل شی دایوه په زړه پوری او غیر معمول غوندی سیمه وه په بیخی هواره او شاړه زمکه کی دشپږو کیلومترو په واټن هری خواته ډبرینی غونډی دآسمان لوروته جګی وی.ترټولو جګه څوکه دسمندر له سطحی نه تر دریو زرو مترو زیاته لوړه پرته وه. زموژ او افغانی کشف قطعو د رپوتونو له مخی ددغی سیمی په زړه کی صفحی بعدی 193 دوسلو مهماتو او خوړو ښه لویه زیرمه ځا...