سری لښکری په افغانستان کی

دکتاب نوم سری لښکری په افغانستان کی 

صفحه 192 

لور کوه دنوی دندی ترمنلو وروسته می غوښتل ،یوځل بیا ټولی قطعی معاینه کړم خو پدی کار بریالی نه شوم زموژ فرقه دغه وخت دلور کوه په نامه دفراه په یوه غرنی سیمه کی په جګړو اخته وه دعملیاتو قومانده دجنرال ی .و شاتالین په غاړه وه خو شینډنډ ته زما له راتګه یو دوی اونی مخکی یی دغه ځای خوشی کړی او دجګړه دبیزو عملیاتو لارښونه یی خپل لومړی مرستیال ته په غاړه وراچولی وه . 

په لور کوه کی زموژ فرقه له څلورو اوولیو زیاته تم شوه اودا زموژ لپاره دډیره موددود . دسر زیانونه هم منځ ته راغلل.دنوی دندی دپیل په دریمه ورځ دفراه شاوخوا سیموته والوتم په کار وه چی هرڅه ځای پرځای وڅیړل شی او دعملیاتو راتلونکی وټاکل شی  

دایوه په زړه پوری او غیر معمول غوندی سیمه وه په بیخی هواره او شاړه زمکه کی دشپږو کیلومترو په واټن هری خواته ډبرینی غونډی دآسمان لوروته جګی وی.ترټولو جګه څوکه دسمندر له سطحی نه تر دریو زرو مترو زیاته لوړه پرته وه.

زموژ او افغانی کشف قطعو د رپوتونو له مخی ددغی سیمی په زړه کی 

صفحی بعدی 193

دوسلو مهماتو او خوړو ښه لویه زیرمه ځای پرځای شوی وو دښمنانو ددغی سیمی په یوه ایلیدونکی لوره کی ،یو کمپ جوړ کړی و او له هغه ځایه بی تل په هغه لویه لاره پرله پسی بریدونه کول چی زموږ اوافغانی قطارونه به پری دکندهار خواته روان وو. دغه راز به یی له دغه ځایه یایمی مستقلی موتوریزه لواء پر قرار ګاه هم بریدونه کول.

دفرقی دقوماندی مرکز په هغو څو مخصوصو موټرو کی ځای پرځای شو چی په زمکو کی ښخ شوی او دستر او اخفا په جالیو پوښل شوی وو.دفرقی دقوماندان ټول مرستیالان چی دتوپچی،مخابری،هوایی،کشف دندو مسؤولیتونه یی لرل هم همدلته دیره دغه عملیات مو دافغانستان له یوی پلی لواء سره چی دپرسونل شمیر یی (115) تنو څخه نه زیاتیده په ګډه سرته رسول. ددوی دایمی سوق الجیس همدا دفراه ولایت و.کله کله چی به دګډو عملیاتو دسرته رسولو اړتیا پیدا شوه، نو افغان پوځیان به هم زموږ قوماندانی ته رابلل کیدل دوی ورځی می دهغو افسرانو نظریی واوریدی چی په لور کوه کی یی زیاته موده تیره کړی وه او هرڅه ورته ټکی په ټکی معلوم وو ددی خبرو اترو بهیر ډیر جدی و.موږ  هم زړه نازړه وو.زموږ افسرانو ویل چی دجګړی اوږدول او دغی سیمی ته ورننوتل یو عبث کار دی  هغوی وړاندیز کاوه چی راځی موږ خپله ،دری ته ټولی ورغلی لاری په ماینوه کی کړو او پدی توګه دښمنان دننه ایسار کړو او هره ورځ پری دتوپچی ډزو ته دوام ورکړو او پدی توګه ورته ډالیو لیږل پرله پسی جاری وساتو افغانی پوځیانو بل نظر درلود دهغوی قوماندان ویل په زوره باید دری ته 

صفحه بعدی 194

ننوځو اودغه  زیرمی لمنځه یوسو.مانو دغه وخت له ځان سره پریکړه  وکړی وه خو بیامی هم دځان دپوهولو لپاره وپوښتل:《ځوک به (مخکی دری ته) ننوځی?》 معلومه شوه چی شورویان باید په سرکی روان شی لکه چی دافغانی قطعی دقوماندان سیاسی مرستیال ویل افغانان پوره پوځ نلری  خو ډیره هڅه به کوی چی له موږ سره مرسته وکړی.

شک نشته چی دلور کوه د زیرمی باید لمنځه وړل شوی وای،خو هر ځل چی موږ  هڅه کړی یوازی ځو متره دری ته ورننوځو،ددښمنانو دسخت اوداسی زړور مقاومت سره مخامخ کیدو چی سړی یی اصلاً په علت نه پوهیدی داسی معلومیده چی په کمپ کی یو ډیر موهم شی شته چی دفاع یی بیخی فرض وه کمپ پخوا جوړ شوی او دیوی اوژدی مودی لپاره په پام کی نیول شوی و:دمهماتو او خوړو ستروزیرمو دښمنانو ته دڅو میاشتو مقاومت وس ورکاوه.

مخکی لدی چی دری ته ورننوځو،پکاروه چی ټولی لاری له ماینونو پاکی کړو ، خو داسیمی ددښمن داور په ساحه کی پر تی وی دسر له زیان پرته ددغه کار ترسره کول شونی نه وو.دلوړو څوکو دنیولو لپاره مو پر غرنیو لارو خپل کمانډویان هم نه شول لیږلی ، ځکه چی په هرګام کی دغلیم د ډزو له دیوال سره مخامخ کیدل. په لور کوه کی مو دهوا له لاری هم کمانډویان نه شول پلی کولی ،ځکه چی ددی کار لپاره موکافی ځواک نه لاره.کافی توپچی ځواک موهم نه لاره چی دکمانډویانو له پلی کیدو مخکی ټولی غرنی تړی وولی اوپه دی توګه له مقابلی خوا دډزو کولو امکانات له منځه یوسی هغه وخت موږ  د کمانډویانو دپلی کولو  

صفحه بعدی 195

لپاره پوره شمیر هلیکوپټرو نه او ددغو هلیکوپترو او ددغو هلیکوپترو دملاتړ لپاره نور هوایی ځواک هم نه درلود . بله لویه ستونځه داوه چی موږ  نه شوای کولی، کومانډویانو ته په تیره بیا دری ته دور کوزیدو په وخت کی لارښوونه وکړو دکمانډیانو سره دمخابراتی رابطی دستګاوی نه درلودی چی وروسته بیا په هرو عملیاتو کی په هوا کی ځوړ ندی درول کیدی(نوځکه) که هغه جګړه دییز عملیات ترسره شوی وای نو له تلفاتو پرته یی زموږ لپاره بله پایله نه درلوده.

ددی ټکو په پام کی نیولو سره می پریکړه وکړه چی داعملیات دی نه ترسره کیږی  او یوازی په هغه اقداماتو دی بسنه وشی چی دفرقی د او پراسیون افسرانو یی وړاندیز کړی وو.موږ په دقت  سره ،دری ته ټولی ننوتلی لاری په ماینو ډکی کړی او بیا مو له یوی مخی دتوپونو دګولیو اورول پیل کړل د لور کوه دغرنیو تږو  اولویی لاری ترمنځ موداسی غښتلی موانع منځ ته راوړل  چی ددښمنانو منډی وهلی :دی ټولو کارونو پنځه ورځی ونیولی او وروسته زموږ قطعات  بیرته خپلو قشلو ته ستانه شول. زموږ عملیاتو ټاکل شوی نتیجه ورنه کړه ځکه چی موژ نه غوښتل تلفات منځ تت راشی موږ پدی پوهیدو  چی ځه موده وروسته دی ځای ته بیا راستنیدونکی یو همداسی هم پیښه شوه .

ځو میاشتی وروسته دلور کوه دکمپ یو ځل بیا فعاله شو . دښمنانو په دی سیمه کی یوځل بیا پرلویی لاری بریدونه پیل کړل اودخپل کنټرول سیمه یی په منظم ډول پراخوله،موږ پوره کوښښ وکړ چی دښمنان نه یوازی دننه په دره کی ایسار پاتی شی بلکه له دغه ځایه وتښتی (موږ غوښتل) موژ غوښتل هغوی پدی پوه شی چی لور کوه 

صفحه بعدی 196

یی نور له لاسه وتلی هغه تل زموږ د ډزو لاندی دی او نور نه شی کولای،هلته آزاد او فعالیت وکړی پر غرنی سیمه باندی پرله پسی هوایی بمباری او دلیری واټن ویشتونکو توپونو ډزی روانی وی او په لارو کی ایښودل شوی ماینونه وخت ناوخته (تازه کیدل) خو له دی سره سره موژ ته خبر راورسید چی لور کوه لکه دپخوا په څیر دمخالفینو دقوماندی دواحد مرکز په توګه کارول کیژی. په دغه ښه ساتل کیدونکی پیاوړی کمپ کی دجګره مار وهلو مشرانو جرګو مرکو (لکه دپخوا په ځیر)  دوام درلود. تر ټولو مهمه خبره داده چی زموږ پر پوستو ، د پهری پر سیمو، دافغانی اردو او څلویښتم لښکر په قرار ګاوو دغلیم دیرغل په وخت کی دسر زیانونه رامنځته شول. دپنځمی فرقی قوماندانی اړ شوه چی غوڅ اقدامات وکړی اودننه په دره کی پټ شوی مجاهدین خنثی کړی. په بله ژبه موږ باید هغوی له منځه وړی وای اوداسی کارمو کړی وای چی په راتلونکی کی اصلاً دلور کوه نوم په خوله وانخلی.

ددغی غرنی سیمی دنیولو لپاره په جګړو کی، له بده ورغه زموژ دسر دزیانونو مخنیوی شونی نه شو . دسر دروند زیان افغانی پلی 21 لمبر لواء ته ورسید چی په فراه کی ددغی غرنی سیمی په څلویښت کیلومتری کی پرته وه او دلور کوه په عملیاتو کی یی له موږ سره ګډون درلود  که څه هم موږ هڅه کوله ، دخپلو تلفاتو شمیر کم کړو .ځکه پوهیدو چی لور کوه دافغانانو پکار ده او نه دڅلویښتم لښکر ، خوبیاهم دسر زیانونه رامنځته شول .زموږ داستحکام چیانو پلو او کماندو یی ځواکونو په منځ کی چی هځه یی کوله دلوړو څوکو په نیولو سره ځان ددوی مرکز ته ورسوی. دمړو ژوبلو شمیر زیات و. دلور کوه په جګړه کی موږ نه 

صفحه بعدی 197

یوازی دپنځمی فرقی سرتیری او افسران نه،  بلکه پوځی سلاکاران هم له لاسه ورکړل دیوه پوځی سلاکار.دهوایی ځواکونو د پیلوټ برید جنرال خاخالوف مرګ موږ نه یوازی دخپلو عملیاتو چټکولو ته اړ کړو.بلکه وموپیتیله چی له خپل وروستی وس نه کارواخلو 

جنرال خاخالوف دهوایی ځواکونو دلوی قوماندان هوایی مارشال کوتاخوف په امر دلته راغلی و چی په دغه غرنی سیمه کی دبم غورځوونکو سو -25ډوله الوتکو دکارونی داغیز منتوب جاج واخلی.په لومړی سر کی ددغه امر له عملی کولونه دسر غړونی لپاره جدی اقدامات پیل شول .ځکه دکوتاخوف دنقشی له مخی ، پلی ټولګی مجبور وو ، له هری هوایی بمباری وروسته ځان دلور کوه مرکز ته ورنږدی کړی او په خپلو سترګو ووینی چی ایا بم غورځوونکو الوتکو خپل هدف ویشتلی که نه? دپنځمی فرقی او دټول ځلویښتم لښکر دمشرتابه داخبره نه خوښیدل ، ځکه چی پوهیدل ، دغسی پلټنه څه عواقب لری او موږ دسر دزیانونو ترخه تجربه هم درلود . تراوسه هم لازه پداغه عقیده یم چی دغسی کارونه باید په پولیګونو کی شوی وای .خو بیاهم که دجګړی په ډګر کی مخامخ ددغسی پلټنی اړتیا لیدل کیدای.لکه چی کوتاخوف په پام کی لرل ،نوبیا کیدای شول چی په غرنی سیمه کی نه ،بلکه دهوارډاګ په جګړه ییزو عملیاتو کی هغه سرته رسیدلی وای چی سړی په هلیکوپترو کی ورتلای شی اویا دهمدغو الوتکو یا توپونو په ملاټر کومانډویان سیمی ته دپلټنی لپاره استول کیدای شی دلور کوه په عملیاتو کی دکوتاخوف نقشه نه یوازی لر لیده بلکه  هماغه له پیله شنډه وه . له بده مرغه هغه خپله پدی خبره نه پوهیده او 

صفحه بعدی 198 

دمرستندویانو  له ډلی  نه یی هیچا هغه ته په خپل وخت ددی خبری دکولو جرأت ونه کړ .

جنرال خاخالوف څو ورځی په لور کوه کی و. لکه چی ومی ویل ده دری منځ ته موژ دهغه دالوتنی مخه نیوله ، خوکله چی زه لاړم او دعملیاتو مشری زما مرستیال پر غاړه واخیسته .دده له بیا بیا غوښتنی سره سره هغه په خپل سر ددری منځ ته والوت .خاخالوف له هغه ځایه بیرته راشتون نشو .دهغه هلیکوپر دښمنانو وویشت چی دهغوی دکمپ څنګ ته وغورځید. له دی پیښی وروسته اړ شو چی خپل عملیات پیاوړی کړو  او دغرو له څکو او ددوو دروله لاری غرنی سیمی مرکز ته ځان ورسوو .په بیړه ددغه پیل شوی عملیات اساساً ددی لپاره کیدل چی که نور نه وی نو دجنرال اوله هغه سره یوه هلیکوپتر کی دسپرو پیلوټانو مړی لاس ته راوړو او هغوی دتوهین کولو لپاره پری نه ژدو. کله چی ددری زړه ته ورسیدو اودغه پیاوړی مرکز مو ونیوه نو دهغوی دکمپ څنګ ته موو ویشتل شوی هلیکوپتر او په هغه کی دافسرانو مړی وموندل.دایوه زړه بوږ نوونکی صحنه وه.دجنرال مړی چی عسکری دریشی یی په غاړه وه او دنورو پیلوټانو مړی .ددښمنانو له خوا سخت سپک شوی وو . له هغوی نه یی سترګی ویستلی او غوږونه پری کړی وو..

دغو عملیاتو نژدی یوه اوونی وخت ونیو. دهغو په لړ کی اته تنه ووژل شول دغه کمپ چی یونیم کال یی پرموژ خوب حرام کړی وو هغه دچا خبره دانجنیری دورستی مهارت په کارولو سره جوړ شوی و. دتږو په منځ کی یوغټ ګدام بتونی تأسیسات او پټنځایونه کړی وو.هلته دزرګونو ټنو خوړو .

صفحه بعدی 199

دسون موادو اومهیماتو دخوندی کولو امکان و.دښمنانو چی نه یوازی  شوروی قطارونه بلکه عادی افغانان یی هم لوټول .په لویه لار کی چور کړی مالونه همداغه ځایته لیږدول .دښمنانو دغنیمت مالونه په کومه ځانګړی بڼه نه جلا کول هلته هم فرانسوس لوښی اوهم له کیمیاوی سری ډک کانتینران اوداسی نور ډیر شیان لاسته راغلل ښکاره ده چی داکمپ موله سټی وران کړ غښتلی تأسیسات مو په بمونو والوزول اوسیمه مویو ځل بیا له ماینونو ډکه کړه او بیا تری  لاړو زموږ دا عملیات همدلته ختم شول دیادونی وړ ده چی ډیره موده وروسته مو لور ک.ه یوځل بیا زموږ  پاملرنه ځانته جلب کړه د 1985کال په پای کی دلته له سره فعالو شویو بانډونو یوځل بیا د حګړو کیسی تازه کړی ددښمنانو دبیا سر جګولو له امله موږ بیا پردغی سیمی پرله پسی درندی بمباری او هوایی یرغلونه وکړه چی وروسته بیا لور کوه زموږ لپاره کوم خطر نه ګڼل کیده

که غواړی داکتاب مکمل وګوری نو پوشته یی کتاب خانو کی کولی شی

لیکوال برید جنرال گروموف

نشرکونکی عبدالخالق ارمانی فراهی 



Comments

Post a Comment

Popular posts from this blog

سری لښکری په افغانستان کی